نړیوال ناروغان

آی 7 روغتونونو ته په خېر راغلئ

د آی 7 آی روغتونونه د نړۍ له ګوټ ګوټ ناروغانو لپاره د سترګو د درملنې لپاره د هغوی د خوښې اداره ده. د روغتونونو دغه لړۍ له اروپا، امریکه، منځني ختیځ، آسیا، او افریقه د ناروغانو باور او درناوی ګټلی. د خپلې پرمختللې زېربناء، باتجربه متخصصینو او د کلونو کلونو سختې خوارۍ له برکته، آی 7 روغتونونه د سترګو د درملنې په ډګر کې یو باوري نوم په توګه راپورته شوي.

30 کاله مخکې د پیلېدا راهیسې، آی 7 روغتونونو په نوي ډېلي، هند کې د سترګو 4 مرکزونه جوړ کړي چې دغو ته د لار له هر ګوټ اسان لاسرسی شته. په ټوله کې، دغو روغتونونو تر اوسه له 200،000 زیات د سترګو عملیات کړي، چې دا د ستاينې وړ یوه لاسته راوړنه ده..

د خپلې پراخې تجربې په بنسټ آی 7 زموږ د نړیوالو ناروغانو له اړتیاوو ښه خبر دی. موږ د ستاسې ټولې اړتیاوې سر ته رسولو لپاره موږ تاسې ته مرسته وړاندې کوو تر څو هند ته د ستاسې سفر د یاد وړ وګرځي. له هوايي ډګر د ستاسې د راوړلو، د استوګنځای انتظام کولو، او ځايي سفر انتظاماتو په ګډون، موږ تاسې لپاره هر څه پخپله سموو.

آی 7 روغتون خپلو نړیوالو ناروغانو ته بلنه ورکوي چې موږ ته فرصت راکړي تر څو د دوی ژوند ته رڼا، روښنايي، او سعادت راولو. په هند کې د ستاسې استوګنه آرامه او تازه کوونکې جوړولو لپاره موږ چمتو یو چې هره ممکنه هڅه وکړو…

هند ولې؟

په تبېرو څو کالونو کې هند د روغتیايي سېلګرۍ یو لوی مرکز جوړ شوی دی. دا هېواد له دې لامله ستایل کېږي چې دلته د پرمختللیو هېواد د معیار روغتیايي خدمتونه په زیاتو لږو پیسو ترلاسه کېږي. داسې عملیات چې په غربي هېوادونو کې يې خرڅ زرګونه ډالره وي په هند کې هم هغه دقاقت او خوندیتیا سره د غرب په پرتله څلور چنده لږ قیمت ترسره کېږي.

د هند روغتیايي ټولنه په ټوله ننړۍ کې ستایل شوې. هندي ډاکټرانو او نرسانو او نورو مسلکي کدرونو د نړۍ په هر ګوټ کې د خپل کار نښې پرېښې او د روغتیايي ډګر په پرمختګ کې یې لویه ونډه درلودلې.

د سترګو متخصصین

  • کانټورا وژن
  • د پترې نه بغېر د فېمټو لاسک
  • آی سي ایل (امپلانټېبل کولیمر عدسه)
  • بېضوي
  • ټورک
  • ځانګړي کیو سره د ایس بي کې لاسک
  • ایس بي کې (د نرۍ پړدې) لاسک
  • اسفارک لاسک
  • عام لاسک
  • د انکساري عدسې بدلون
  • د سطحې د استیصال چلندلار
  • کورنییل ټرانسپلانټ سرجري (پي کې – پینټرېټنګ کراټوپلاسټي)
  • د لامیلار قرینه يي پېوندونې یعني ټرانسپلانټونه (DALK, DSEK, DMEK)
  • د کېراټوکونس درملنه
  • د قرینه يي کولاجین پورې اورې نښلونه (C3R)
  • د انټاک او داخلي قرنیې داېرې
  • کېراټو پراستیسس
  • د ظفرې جراحي عملیات
  • د سلوي یعني اېمنیاټک پړدې پیوندونه
  • د وچې سترګې درملنه
  • د شبکیې د لرې ګونګ جراحي عملیات
  • د شکري د ناروغانو د قرنیه پېتي درملنه
  • قرنیه يي لېزر شغلې
  • له وخته مخکې د شبکیې اعتلال
  • د وینې د فشار لوړوالي سره تړلې د شبکیې اعتلال
  • د سترګو د شبکیې وعايي ناروغي
  • د سترګو په شبکه یعني رټنا کې سوري
  • عمر سره تړلې د شبکیې او د ماکولر خرابېدا
  • د سترګې الټراساونډ
  • د کرایو کړنلارې
  • د وټریال دننه پېچکاري/اېنټي وي اي جي ایف
  • د شبکیې انجیوګرافي
  • او سي ټی امېجنګ
  • د وېټروکټومي کړنلارې
  • د پوزې دمعي لارې بندېدا (این ایل ډي بلاک)
  • په سترګو کې اوبه راتلنې لپاره د درملنې پروسیجرې
  • ټوسس (مړاوی زېږمې)
  • اکټروپن/انټروپن (بهر خوا ته تاو شوی/دننه خوا ته تاو شوی)
  • بوټاکس/ډکوونکي
  • د زېږمو د بیاجوړونې جراحي عملیات
  • د سترګې د طاق بیا جوړونه
  • تاوېدونکي امپلانټونه او مصنوعي سترګه
  • د سترګو رسولۍ
  • د سترګې وباسل / راپرې کول
  • د پتري نه بغېر د فېمټو لېزر چغر جراحي عملیات
  • د زېپټو لېزر چغر جراحي عملیات
  • د ماېکرو فاکو چغر جراحي عملیات
  • د عادي فاکو چغر جراحي عملیات
  • د ګلاکومه د اوبلنو موادو وباسلو والونه
  • د ګلاکومه جراحي عملیات
  • د ګلاکومه لېزرې
  • د نظري ډګر سنچش
  • د ساېکلو ډسټرکټیو کړنلارې
  • د رڅوالي جراحي
  • د ماشومانو د سترګو جراحي عملیات
  • ګلاکومه
  • چغر
  • قرنیه
  • کره
  • زېږمې
  • د این ایل ډي بندېدا
  • پجکاري کول / پلټل
  • رغونه او بیاجوړونه
  • محجري چاودونه
  • کیمیاوي ټپونه
  • د بېضوې ټپونه
  • د زېږمو ټپونه
  • د سترګې له دننه د بهرني څیر لرې کونه

د نړیوالو ناروغانو لخوا سپارښتنې

    • 15.jpg
    • ښاغلی ډېمن وېچ

      استرالیا

    دا تجربه لنډه او اسانه وه، او ډاکټرانو زه د کار په پروسو خبر ساتلم. د دوشنبې په ورځ مې لومړي ځل ډاکټر سره مشوره وکړه، بیا په سه شنبې زه د لاسک (LASIK) پر ضابطا کار پاتې شوم او د پنج شنبې په ورځ د کاملاً ښه نظر خاوند وم. زه سپارښتنه ورکوم چې د چودهري آی سنټر دې هر چا ته په ګوته کړل شي.

موږ سره اړیکه ونیسئ

په فارم کې ډک کړئ او زموږ د پیرودونکي د پاملرنې اجرائيه اداره به ستاسو سره سره په 12 ساعتونو کې اړیکه ونیسي.

    نړیوالو اړیکو موږ

    ستاسو لیدنه پلان کړئ

    ګام 1

    موږ ته ټیلیفون وکړئ یا زموږ د تماس فورمه ډکه کړئ نړیوالو ناروغانو لپاره زموږ کوارډیټر یعني تنظیموونکی به تاسې سره 24 ساعتونو کې دننه رابطه وکړي..

    ګام 2

    موږ سره د خپلې ستونزې په اړه خبرې وکړئ، د روغتیايي چلندلارو په اړه مشوره، د ډاکټر نظر، او د درملنې خرڅ اندازه راڅخه واخلئ..

    ګام 3

    موږ به تاسې سره د ویزې د بلنې، د سفر او استوګنې د انتظاماتو او د ژبې د ترجمانانو په لړ کې ګډ کار کوو..